رپوټونه وايي، چین کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۸۰ تنه مړه شوي او میلیونه نور زیانمن شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي برید پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په پلازمېنه کابل ښار کې یې د چاودېدونکو توکو ډک ټېلر موټر نیولی دی
پاکستان او افغانستان ته د امریکايي سناتورانو راغلی پلاوی وايي، پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې د بدلون له پاره د یوه بل فرصت غوښتنه کوي
د زابل امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۱ ځانمرګو برید کوونکو په ګډون د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس چې په جده کې یې ځانمرګی برید تر سره کړی، پاکستانی وګړی دی
د سعودي عربستان په جده ښار کې تر ځانمرګي برید څو ساعته وروسته د یاد هېواد په مدینه منوره او قطف ښارونو کې هم ځانمرګي بریدونه شوي
د امریکا مخکښ سناتور جان مک کین وایي، ترورېزم تر هغو له منځه نه ځي، چې پټن ځایونه او امن خونې له منځه نه وي تللې او په وینا یې د دې کار له پاره اړتیا ده چي لومړی د امن ځایونو د ورانۍ لپاره اساسي ګامونه پورته شي
د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې ویلي په حکومت کې د ګډون شوق نه لري، خو له ولسمشر غني نه غواړي، چې د سولې په برخه کې په لاس راغلی فرصت له لاسه ورنکړي